د پاکستان د دفاع وزیر خواجه آصف ویلي، چې طالبان لا هم د تحریک طالبان پاکستان (TTP) ملاتړ ته دوام ورکوي او د هغوی په تګلارو کې د بدلون کومه نښه نه لیدل کېږي.
د «جیو نیوز» د راپور له مخې، آصف د طالبانو د مشر هبتالله آخندزاده له لوري تحریک طالبان پاکستان ته د بریدونو د درولو د احتمالي سپارښتنې په اړه خپرو شویو راپورونو ته په غبرګون کې ویلي، چې دا موضوع یوازې په رسنیو کې مطرح شوې او په عملي ډګر کې کوم څرګند بدلون نه تر سترګو کېږي.
هغه ټینګار کړی، چې د طالبانو مشرتابه باید په ښکاره او رسمي ډول د تحریک طالبان پاکستان ملاتړ ودروي او په دې اړه روښانه پیغام وړاندې کړي.
د پاکستان د دفاع وزیر همداراز هغه څه چې «متناقض سیګنالونه» یې بللي، یاد کړي او خبرداری یې ورکړی چې پر دغو پیغامونو باور کول خطرناک کېدای شي، ځکه د هغه په وینا تر اوسه د پاکستان پر ضد د وسلهوالو ډلو د مهار لپاره کوم عملي اقدام نه دی شوی.
آصف زیاته کړې، سره له دې چې د اسلاماباد او طالبانو ترمنځ ګڼې خبرې شوې دي، خو دواړه لوري لا هم د افغانستان له خاورې د مېشتو وسلهوالو ډلو پر وړاندې د مبارزې په اړه کومې روښانه هوکړې ته نه دي رسېدلي.
هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې پر هند تور پورې کړی، چې د افغانستان له خاورې د پاکستان پر ضد نیابتي جګړه مخته وړي او ویلي یې دي، چې د پاکستان وسلهوال ځواکونه د هر ډول احتمالي ګواښ پر وړاندې چمتو دي.
دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې د طالبانو او پاکستان ترمنځ د سرحدي بریدونو او د تحریک طالبان پاکستان د فعالیتونو پر سر کړکېچ لا هم دوام لري او د دواړو لورو اړیکې له جدي ننګونو سره مخ دي.