Search

پرون له ایران او پاکستان څخه ۱۸۵۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي

News image
12 غبرګولی 1405 - 10:41

د طالبانو د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وايي، چې پرون (دوشنبه) له ایران او پاکستان څخه ۱۸۵۵ افغان کډوال هېواد ته راستانه شوي دي.

د یاد کمېسیون په وینا، دا کډوال چې ۳۷۵ کورنۍ جوړوي، له بېلابېلو لارو افغانستان ته ستانه شوي دي.

د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په اېکس کې لیکلي، چې د ننګرهار د تورخم له لارې ۲۴۷ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې یوه کورنۍ، د نیمروز د ورېښمو پله له لارې ۷۲ کورنۍ او د هرات د اسلام‌کلا له لارې ۵۵ کورنۍ هېواد ته راستانه شوې دي.

د راپور له مخې، سربېره پر دې ۷۳۰ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۳۰۳ نورو کورنیو سره نغدي مرستې شوې دي.

کمېسیون همداراز ویلي، چې پرون سلګونه کورنیو ته سیم‌کارتونه وېشل شوي او یو شمېر نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې له تېرو څو میاشتو راهیسې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو جبري ایستل په بې‌سارې توګه زیات شوي او د دغو هېوادونو حکومتونو ټینګار کړی چې ټول افغانان به بېرته خپل هېواد ته ستانه کړي.

څه موده مخکې د د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ ویلي وو، چې یوازې په تېرو څو میاشتو کې له پاکستان څخه سلګونه زره افغانان افغانستان ته ستانه شوي دي.

د دې ادارې د معلوماتو له مخې، لا هم په پاکستان کې شاوخوا دوه میلیونه افغانان مېشت دي.

بلخوا طالبانو ډاډ څرګند کړی، چې تر دې دمه یې د کډوالو د راستنېدو بهیر په منظم ډول مدیریت کړی دی.