Search

د کاناډا یوې مدافع ډلې د افغان ښځو د حقونو لپاره د نړیوال اقدام غوښتنه کړې

News image
13 غبرګولی 1405 - 08:02

په کاناډا کې مېشتې یوې مدافع ډلې د طالبانو تر واک لاندې د افغان ښځو او نجونو لپاره د زده‌کړو په برخه کې د نړیوالې پاملرنې او پانګونې د زیاتېدو غوښتنه کړې..

د سوک نیوزد راپور له مخې، دا غوښتنه داسې مهال مطرح کېږي چې نړیوال بنسټونه لا هم د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته، د ښځو پر حقونو د لګېدلو محدودیتونو په اړه اندېښنې څرګندوي.

د کاناډا «Right to Learn Afghanistan» بنسټ هر کال په بېلابېلو ښارونو کې د «Red Pashmina Walk» تر سرلیک لاندې لاریونونه تنظیموي، څو د افغان ښځو او نجونو وضعیت ته پاملرنه راواړوي.

د دې بنسټ اجرائیه رئیسې لورین اوټس د ۲۰۲۶ کال د مې په ۳۱مه د ترسره شوي لاریون پر مهال ویلي: «موخه دا ده چې د هغوی د وضعیت، د بشري حقونو د سرغړونو او د نړیوالې همبستګۍ اړتیا په اړه پوهاوی لوړ کړو.»

دغه لاریون چې لومړی ځل په ۲۰۱۰ کال کې د کاناډا په پیټربرو ښار کې پیل شوی، اوس نږدې لسو ښارونو ته پراخ شوی او هدف یې دا دی چې د انلاین زده‌کړو پروګرامونو له لارې د زده‌کړو لاسرسی زیات کړي.

اوټس ویلي، ډېری افغان ښځې او نجونې د محدودیتونو سربېره د زده‌کړو لپاره له جدي خطرونو سره مخ کېږي او هڅه کوي چې انلاین زده‌کړو ته لاسرسی پیدا کړي.

هغې همداراز اوسنی وضعیت د «جنسیتي اپارتاید» یوه بڼه بللې او خبرداری یې ورکړی چې د نړیوال حساب‌ورکونې د نشتوالي دوام کولی شي وضعیت لا پسې خراب کړي او افراطیت ته زمینه برابره کړي.

راپور زیاتوي، چې دغه مدافع هڅې له نړیوالې ټولنې غواړي، چې د طالبانو حکومت په رسمیت ونه پېژني او پر ځای یې د زده‌کړو په برخه کې، په ځانګړي ډول د ډیجیټلي زېربناوو پر پراختیا، پراخه پانګونه وکړي.

اوټس ټینګار کړی، چې د زده‌کړو پراخول تر ټولو اغېزناک ګام دی چې نړیواله ټولنه یې د افغان ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره پورته کولی شي.