Search

په ایټالیا کې د اورلګېدنې پېښه؛ درې افغانان او یو پاکستانی کارګر وژل شوي

News image
13 غبرګولی 1405 - 10:40

بي بي سي راپور ورکړی چې د ایټالیا پولیسو دوه پاکستانیان د څلورو کډوالو او کرنیزو کارګرو د وژنې په تور نیولي، چې جسدونه یې د هېواد په سوېل کې په یوه سوځېدلي ميني‌وېن کې موندل شوي.

د راپور له مخې، دغه موټر د کالیبریا په سیمه کې، چې یوه مهمه کرنیزه حوزه بلل کېږي، د یوه کلي ته نږدې د تېلو په تمځي کې موندل شوی دی. اور وژونکي د سې‌شنبې په ورځ د غرمې شاوخوا یوې بجې د پېښې ځای ته رسېدلي او د اور تر مړه کولو وروسته یې دننه څلور جسدونه موندلي دي.

چارواکو ویلي، د څار کمرې ښيي چې دوه شکمنو کسانو د موټر دروازې له بهره تړلې، بیا یې دننه مایع توی کړې او وروسته یې اور ورته اچولی دی.

ایټالوي رسنیو راپور ورکړی، چې یو پنځم افغان کس له پېښې ژوندی وتلی او د کړکۍ له لارې یې تېښته کړې ده. هغه پلټونکو ته ویلي، وژل شوي کسان درې افغانان او یو پاکستانی وو، چې ټول په کرنه کې بوخت وو.

دغه ژوندي پاتې شوی کس ویلي، شخړه وروسته له هغې رامنځته شوه چې شکمنو کسانو د ترانسپورټ په بدل کې د پیسو غوښتنه وکړه، خو قربانیانو یې له ورکړې انکار وکړ. هغه دا هم ویلي، چې کارګرو ته د سټرابیري په کروندو کې د کار په بدل کې معاش نه و ورکړل شوی، خو خواړه او استوګنځای ورته برابر شوی و.

پولیسو ویلي، شکمن کسان د څار کمرې د شواهدو پر بنسټ نیول شوي دي.

راپورونه ښيي، چې په وروستیو میاشتو کې په همدې سیمه کې لږ تر لږه ۱۴ ورته اورلګېدنې پېښې شوې دي، چې پکې د پاکستانیانو د لېږد وسایط په نښه شوي او د کار او استوګنې پر سر تاوتریخوالی زیات شوی دی.

دغه پېښه په ایټالیا کې د پراخو غبرګونونو لامل شوې ده. د کالیبریا سیمې مشر روبرتو اوکیوتو دغه برید «غیرانساني» بللی او ویلي یې دي چې دا پېښه «د انسانیت پر وړاندې باور لړزوي.»

همداراز، د ایټالیا د کارګرانو عمومي اتحادیې د کډوالو کارګرو د سختو کاري شرایطو د حل لپاره د بېړنیو اقداماتو غوښتنه کړې ده.