د طالبانو د احصایې او معلوماتو ملي ادارې ویلي، د روان کال په لومړیو دوو میاشتو کې ۵ زره ۷۵۶ بهرنیو وګړو افغانستان ته تګ راتګ کړی دی.
د دغې ادارې د خبرپاڼې له مخې، یاد کسان د روان لمریز کال د حمل او
ثور په میاشتو کې د هوايي ډګرونو او ځمکنیو بندرونو له لارې هېواد ته داخل شوي او
یا هم له هېواده وتلي دي.
سرچینې زیاته کړې، چې په دې موده کې د ۱۰۸ ښځو په ګډون ۲ زره ۹۹۵
بهرني وګړي افغانستان ته راغلي او د ۷۴ ښځو په ګډون ۲ زره ۷۶۱ نور له هېواده وتلي
دي.
د ثبت شویو معلوماتو له مخې، ۲ زره ۹۵۸ کسان د ځمکنیو بندرونو له لارې
او ۳۷ تنه د هوا له لارې هېواد ته راغلي دي. له دې ډلې ۳۷۰ تنه د افغانستان د
لرغونو او تاریخي سیمو د لیدنې لپاره راغلي، او پاتې نور د کار په موخه هېواد ته
داخل شوي دي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې همداراز ویلي، چې تر ټولو زیات بهرني
وګړي (۱۷۷۳ تنه) د نیمروز له بندر څخه هېواد ته داخل شوي، ورپسې ۹۱۳ کسان د هرات
له ځمکنیو بندرونو او هوايي ډګر، ۲۱۵ تنه د فاریاب د اقینې بندر، ۶۱ تنه د بدخشان
د اشکاشم بندر او پاتې نور د حیرتان بندر او د بلخ له هوايي ډګر څخه افغانستان ته
راغلي دي.