د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي، د هېواد د فوټبال ملي لوبډله د «الماس جوبیلي» څلور اړخیزو نړیوالو سیالیو په لړ کې نن شپه د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو څخه کم عمره لوبډلې پر وړاندې ډګر ته ښکته کېږي.
د فدراسیون د معلوماتو له مخې، دغه لوبه نن (پنجشنبه، د غبرګولي ۱۴مه)
د شپې په ۸:۳۰ بجو ترسره کېږي.
په دغو سیالیو کې د افغانستان، مالدیف، پاکستان او د بنګلهدېش د ۲۳
کلنو څخه کم عمره لوبډلې ګډون لري، چې د روان لمریز کال د غبرګولي له ۱۱مې تر ۲۰مې
پورې د مالدیف په پلازمېنه مالي ښار کې ترسره کېږي.
افغانستان به خپله دویمه لوبه نن د بنګلهدېش د ۲۳ کلنو لوبډلې پر
وړاندې ترسره کړي، او په درېیمه سیالي کې به د غبرګولي په ۱۷مه د پاکستان ملي
لوبډلې پر وړاندې میدان ته ووځي.
افغان لوبډلې په دغو سیالیو کې خپله لومړۍ لوبه ګټلې او د کوربه هېواد
مالدیف لوبډلې ته یې ماتې ورکړې ده.
دغه سیالۍ د مالدیف کې د فوټبال د ۷۵مې کلیزې په مناسبت جوړې شوې دي
او موخه یې دا ده چې د سیمې لوبډلې د راتلونکو نړیوالو سیالیو لپاره چمتو شي.