د روسیې د
بهرنیو چارو وزارت د «اوکراین کې د بشري حقونو وضعیت» تر سرلیک لاندې یو راپور
خپور کړی، چې پکې یې اوکرایني چارواکي د بشري حقونو په پراخو سرغړونو تورن کړي دي.
په راپور کې
ویل شوي، د بشري حقونو د سرغړونو ډېری پېښې د هغه څه له امله رامنځته شوې چې مسکو
یې په کیف کې «نامشروع او نیونازي رژیم» بولي.
د روسیې د
بهرنیو چارو وزارت دا ادعا هم کړې چې د اوکراین چارواکي د خپلو وګړو د حقونو او
هوساینې پر ځای د سیاسي او مالي ګټو لپاره د جګړې دوام ته لېوالتیا لري.
دا راپور داسې
مهال خپرېږي چې یو شمېر لوېدیځو هېوادونو په دې وروستیو کې اوکراین ته د نویو پوځي
او مالي مرستو د برابرولو اعلان کړی دی. مسکو دغه اقدام د جګړې د دوام لپاره د
لوېدیځ ملاتړ ګڼي او وایي چې دا ډول مرستې به روانه جګړه نوره هم وغځوي. د روسیې
په وینا، دا سیاست د «وروستي اوکرایني تر بریده د جګړې» معنا لري.
بلخوا، اوکرایني چارواکو او د هغوی لوېدیځو متحدانو تر دې وړاندې څو ځله د روسیې دا ډول ادعاوې رد کړې دي. هغوی ټینګار کوي چې له اوکراین سره پوځي او مالي مرستې د روسیې د بریدونو پر وړاندې د دغه هېواد د دفاعي وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره کېږي.