د نجونو د زدهکړو افغان فعال مطیعالله ویسا چې د ۲۰۲۶ کال د «ازادۍ جایزې» ګټونکی اعلان شوی ؤ او د فرانسې په کان ښار کې یې د لړ ځانګړو مراسمو پر مهال د یادې جایزې ترلاسه کړ.
د دغې جایزې تنظیموونکو ویلي، چې ویسا ته دا ویاړ د پوهنې د حق، د
نجونو د زدهکړو او ټولو ته د تعلیم د لاسرسي لپاره د هغه د دوامدارو هڅو له امله
ورکړل شوی دی.
د معلوماتو له مخې، «ازادۍ جایزه» هر کال د نړۍ د ځوانانو لهخوا هغه
شخصیت، بنسټ یا خوځښت ته ورکول کېږي چې د ازادۍ، بشري حقونو او انساني ارزښتونو د
ودې لپاره یې اغېزمن فعالیتونه ترسره کړي وي.
ویسا د جایزې له ترلاسه کولو وروسته د زدهکړو پر اهمیت ټینګار کړی او
ویلي یې دي چې د تعلیم حق باید له هېڅ ماشوم، په ځانګړي ډول له نجونو، څخه
وانخیستل شي.
مطیعالله ویسا د پنپت بنسټ له بنسټاېښودونکو څخه دی، چې د نجونو د
زدهکړو، عامه پوهاوي او بشري حقونو په برخو کې فعالیت کوي. دغه بنسټ په افغانستان
کې د زدهکړو د فرصتونو د پراخولو لپاره بېلابېل پروګرامونه پر مخ وړي.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د نجونو د زدهکړو د ملاتړ له امله د
نړیوالو بنسټونو او د بشري حقونو د فعالانو پام ځان ته اړولی دی. هغه د طالبانو لهخوا
د ۲۱۵
ورځو لپاره زنداني شوی و، خو تر خوشې کېدو وروسته یې هم د زدهکړو د حق د دفاع غږ
ژوندی ساتلی دی.