په ملګرو ملتونو کې د متحده عربي امارات د دایمي استازولۍ مرستیالې غسق شاهین له جورجت ګانیون سره، چې په افغانستان کې د د ملګرو ملتونو د مرستندویه پلاوي سرپرسته ده، د افغانستان د وروستیو تحولاتو او د سولې، ثبات او پراختیا په ملاتړ کې د یوناما پر رول خبرې کړې دي.
په ملګرو ملتونو کې د اماراتو استازولۍ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لورو د افغانستان د ټولو وګړو، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو د حقونو د خوندیتوب پر اهمیت او د هغوی د بشپړې، برابرې او اغېزمنې ګډون لپاره پر توانمندۍ ټینګار کړی دی.
د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د زدهکړو د فرصتونو د پراخولو، د کارموندنې او په ټولنیزو او عامه ډګرونو کې د ښځو د ګډون پر زیاتوالي هم ټینګار شوی دی.
دواړو لورو یوناما ماموریت د دوامدار حضور پر اهمیت ټینګار کړی، په داسې حال کې چې د د ملګرو ملتونو امنیت شورا د یوناما د ماموریت د غځولو پر ارزونه چمتووالی نیسي.