Search

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر او د روغتیا نړیوال سازمان استازي د روغتیايي همکارۍ پر پیاوړتیا خبرې کړې

News image
15 غبرګولی 1405 - 11:03

د طالبانو د عامې روغتیا وزیر نورجلال جلالي د روغتیا نړیوال سازمان د افغانستان له مشر ډاکټر اډوین سنیزا سلواډر او مل پلاوي سره په لیدنه کې د روغتیايي همکارۍ، د پولیو لابراتوار فعالیت او د روغتیايي پروګرامونو د ښه پلي کېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې دا لیدنه د وزیر په کاري دفتر کې ترسره شوې، چې پکې د هېواد د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره د نړیوالې ټولنې پر ملاتړ، د پولیو لابراتوار پر فعالیت او د روغتیا په برخه کې د نوو کړنو پر پلي کېدو بحث شوی دی.

د خبرپاڼې له مخې، دواړو لورو د ځینو روغتیايي پروګرامونو د اغېزمن تطبیق لپاره پر همغږۍ هم ټینګار کړی دی.

نورجلال جلالي ویلي: «موږ په پوره ژمنتیا سره د هېواد د روغتیايي سیسټم د پیاوړتیا لپاره کار کوو او هڅه کوو چې د نړیوالو بنسټونو په همکارۍ ټولو هېوادوالو ته باکیفیته روغتیايي خدمات وړاندې کړو.»

هغه همداراز د روغتیا نړیوال سازمان د راتلونکو پروګرامونو په اړه خبرې کړې او په اړوندو برخو کې یې لازمې سپارښتنې کړې دي.