د غزني امنیې قوماندانۍ خبر ورکړی چې په دغه ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له امله یو کس مړ شوی او پنځه نور ټپیان دي.
د امنیې قوماندانۍ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې دا پېښې پرون (شنبه، د
غبرګولي ۱۶مه) د غزني ښار د لومړۍ امنیتي حوزې اړوند د روضې کوتل په سیمه کې شوې
دي، چې له امله یې شپږو کسانو ته مرګژوبله اوښتې ده.
د سرچینې په وینا، د دواړو پېښو اصلي لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي
بلل شوې، او ټپیان د درملنې لپاره د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.
په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د ترافیکو د مدیریت مسوولین له موټر
چلوونکو غواړي چې ترافیکي اصول مراعات کړي او د سرعت په کنټرول سره د ورته پېښو
مخه ونیسي.
د یادونې وړ ده چې له تېرو نږدې پنځو کلونو راهیسې په هېواد کې
ترافیکي پېښې په بېساري ډول زیاتې شوې دي، چې مهم لاملونه یې د چلوونکو بېاحتیاطي،
خراب سړکونه، چټک تګ او د ترافیکي اصولو نه مراعاتول بلل کېږي.