د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي چې د کاسا-۱۰۰۰ د برېښنا لېږد سترې پروژې چارې د هېواد دننه په درېیو پړاوونو کې روانې دي.
د یاد شرکت د معلوماتو له مخې، د دې پروژې د لومړي پړاو چارې د ۱۴۰۳
کال د لیندۍ میاشت کې بېرته پیل شوې دي. دغه پړاو ۱۹۷ کیلومتره اوږدوالی لري، چې
له شیرخان بندر څخه د بغلان تر دهصلاح ولسوالۍ پورې غځېدلی او د برېښنا د لېږد ۵۶۴
پایې پکې شاملې دي.
د خبرپاڼې له مخې، د پروژې دویم پړاو ۱۹۶.۴ کیلومتره اوږدوالی لري او ۵۸۷
پایې پکې شاملې دي، چې دا پړاو د بغلان، پنجشېر او کاپیسا له ولایتونو څخه تېرېږي.
سرچینې زیاته کړې چې د پروژې درېیم پړاو د کاپیسا، کابل، لغمان او ننګرهار
له ولایتونو تېرېږي او په پای کې د تورخم فرضي کرښې ته رسېږي.
د افغانستان د برېښنا شرکت ویلي چې درېیم پړاو ۱۸۸.۴ کیلومتره
اوږدوالی لري او د برېښنا د لېږد ۵۶۲ پایې پکې شاملې دي.
دغه شرکت همداراز ویلي چې کاسا-۱۰۰۰ یوه ستراتیژیکه سیمهییزه پروژه
ده، چې د افغانستان له لارې د منځنۍ آسیا برېښنا سویلي آسیا ته لېږدوي او د سیمې
له مهمو حیاتي پروژو څخه شمېرل کېږي.
د معلوماتو له مخې، تمه ده چې د دې پروژې له عملي کېدو سره به
افغانستان ته هر کال شاوخوا ۶۰ میلیونه ډالر عواید ورسېږي.