Search

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډله پایلوبې ته ووتله

News image
18 غبرګولی 1405 - 09:10

د افغانستان د فوټبال ملي لوبډلې د مالدیف او بنګله‌دېش ترمنځ له مساوي پایلې په ګټې اخیستنې سره، د «جوبیلي الماس» څلور اړخیز ټورنمنټ په پایلوبه کې د ګډون جواز ترلاسه کړ.

افغانستان چې تر دې وړاندې یې مالدیف ته ماتې ورکړې او له بنګله‌دېش سره یې مساوي کړې وه، د څلورو امتیازونو په ترلاسه کولو سره د جدول د دویم ټیم په توګه د سیالیو د غوره دوو لوبډلو په ډله کې ځای خپل کړ او پایلوبې ته یې لار وموندله.

ټاکل شوې ده، چې افغان لوبغاړي به د چهارشنبې په ورځ په پایلوبه کې یو ځل بیا د پاکستان پر وړاندې سیالي وکړي؛ هغه لوبډله چې د ګروپي پړاو په سیالیو کې یې د ښو پایلو په ترلاسه کولو سره خپله د پایلوبې برخه‌والی یقیني کړی دی.

دوستانه سیالیو په توګه تنظیم شوی، چې موخه یې د فوټبال د ودې تر څنګ د هېوادونو ترمنځ د ورزشي اړیکو پیاوړتیا ده. په دې سیالیو کې د افغانستان، پاکستان، بنګله‌دېش او کوربه مالدیف ملي لوبډلو ګډون کړی دی.

دغه ټورنمنټ د لیګ په بڼه ترسره کېږي، چې هره لوبډله له نورو سره سیالي کوي او د امتیازاتو پر بنسټ د جدول دوه مخکښې لوبډلې پایلوبې ته لار مومي. دا سیالۍ د رسمي لویو سیالیو ترمنځ د چمتووالي، د لوبډلو د ازمېښت او د نوو لوبغاړو د ارزونې لپاره مهم فرصت بلل کېږي.