د میدان وردګو ولایت د سیدآباد ولسوالۍ کې د «عمر راډیو» په نوم یوې نوې راډیو خپلې خپرونې پیل کړې.
د یادې راډیو مسؤل حکمت الله الیاس د پرانیستې په مراسمو کې ویلي، چې د
رسنیو مسؤلیت یوازې د خبر رسولو پورې محدود نه دی، بلکې د عامه پوهاوي لوړول، د
اسلامي او ملي ارزښتونو ساتنه او د ټولنې د پرمختګ لپاره کار کول هم د رسنیو اساسي
دندې دي.
نوموړي زیاته کړه، چې «عمر راډیو» به هڅه وکړي د متوازنو او ګټورو
خپرونو له لارې د خلکو غږ تر مسؤلینو ورسوي او د طالبانو او ولس ترمنځ د باور او
همغږۍ فضا نوره هم پیاوړې کړي.
د معلوماتو له مخې، «عمر راډیو» به د سیدآباد ولسوالۍ څخه په ۲۴ ساعتونو کې د ۱۵ ساعتونو لپاره
خپرونې ولري.