په پنجشیر کې د طالبانو مقام ویاند وایي، چې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال له پیله تر اوسه د دغه ولایت له کانونو څخه ۱۹ زره او ۸۴۶ قیراطه زمرد د ۲ میلیونه او ۴۲۶ زره او ۲۸۳ امریکايي ډالرو په ارزښت پلورل شوي دي.
په پنجشیر کې د طالبانو د والي ویاند سیفالدین لټون ویلي، دغه زمرد د همدې ولایت د طالبانو د
کانونو او پټرولیم ریاست له خوا د داوطلبۍ له لارې پر ملي سوداګرو پلورل شوي دي.
د هغه په وینا، دا مهال په دغه ولایت کې د زمردو په ګډون د بېلابېلو
قیمتي او نیمه قیمتي ډبرو د را ایستلو په برخه کې شاوخوا ۱۵ زره کسان په مستقیم او
غیر مستقیم ډول پر کار بوخت دي.
د نوموړي په خبره، ټاکل شوې ده چې سبا (سهشنبه) هم د پنجشېر له کانونو
څخه یو شمېر نور زمرد د یوې نوې داوطلبۍ له لارې وپلورل شي.
دا په داسې حال کې ده، چې پنجشېر د افغانستان له مهمو کانیزو ولایتونو
څخه ګڼل کېږي او د زمردو کانونه یې د لوړ کیفیت له امله په نړیواله کچه شهرت لري،
چې د دغه سکتور پراختیا کولای شي د هېواد په اقتصادي ودې کې مهم رول ولوبوي.