په پروان ولایت کې د طالبانو ځایي چارواکي وایي، چې د دغه ولایت د شیخعلي ولسوالۍ په بیدقول سیمه کې د یوې ترافیکي پېښې له امله پنځه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
د معلوماتو له مخې، دغه پېښه (دوشنبه، د جوزا ۱۸مه) د ماښام له څلورو بجو
وروسته هغه مهال رامنځته شوه، چې یو مسافر وړونکی فلانکوچ موټر له یوه باروړونکي
اکتروز موټر سره ټکر وکړ.
د طالبانو د پروان امنیه قومندانۍ ویاند فضلالرحیم مسکینیار ویلي، چې
په دې پېښه کې پنځه تنه د فلانکوچ له سپرلیو وژل شوي او درې نور ټپیان دي.
نوموړي زیاته کړې، چې د باروړونکي موټر چلوونکی د شیخعلي ولسوالۍ د
امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی او پېښه د ترافیکو مدیریت تر څېړنې لاندې ده، څو د
دې خونړۍ پېښې اصلي لامل روښانه شي.
د سرچینې په وینا، د باروړونکي موټر چلوونکی د همدې ولسوالۍ اوسېدونکی
دی، په داسې حال کې چې مسافر وړونکی موټر د بلخ ولایت اوسېدونکو پورې اړه لري.
دا په داسې حال کې ده، چې د شیخعلي ولسوالۍ سړکونه د غرنیو، تاو راتاو
او تنګو لارو له امله د ترافیکي پېښو له خطر سره مخ دي او هر کال پکې ورته پېښې
رامنځته کېږي.