Search

په پکتیکا کې د چاودنې له امله د ۵ ماشومانو په ګډون ۷ کسان وژل شوي

News image
19 غبرګولی 1405 - 11:47

د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د یوې پخوانۍ مرمۍ د چاودنې له امله اووه کسان، چې پنځه یې ماشومان دي، وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.

د دغه ولایت د طالبانو د امنیې قومندانۍ مسوولینو ویلي، چې دا پېښه پرون (دوشنبه) د برمل ولسوالۍ د «ډنګرلیګډ» په سیمه کې رامنځته شوې او په ټولیز ډول ۱۱ کسانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

د مسوولینو په وینا، چاودنه هغه مهال شوې چې یو کس، چې زړې وسپنې یې پلورلې، هڅه کوله دغه مرمۍ پرې کړي، خو ناڅاپه چاودنه رامنځته شوه.

د خبرپاڼې له مخې، ټپیان د درملنې لپاره روغتون ته لېږدول شوي او له خلکو غوښتنه شوې، چې له ناچاودو توکو سره له نږدې کېدو ډډه وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې هم د هېواد په یو شمېر ولایتونو کې د تېرو جګړو پاتې ناچاودي مرمۍ او ماینونه د ورته خونړیو پېښو لامل شوي او له امله یې ګڼ شمېر هېوادوال وژل شوي دي.

کارپوهان وایي، په دې ډول پېښو کې تر ډېره ماشومان او تنکي ځوانان قرباني کېږي، ځکه چې د ناچاودو توکو له خطره کافي پوهاوی نه لري.

د طالبانو چارواکو هم له خلکو غوښتي، چې د دا ډول توکو د لیدو په صورت کې ژر تر ژره له امنیتي ادارو سره اړیکه ونیسي، څو د ورته پېښو مخه ونیول شي.