Search

ریچارډ بېنېټ: په هرات کې د اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارولو اندېښنه پارونکې ده

News image
19 غبرګولی 1405 - 13:23

د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ په هرات کې د راپور ورکړل شوو سوله‌ییزو اعتراض کوونکو پر وړاندې د زور کارولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

بېنېټ په اېکس پاڼه خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې د وضعیت له پرمختګونو اندېښمن دی او د طالبانو له چارواکو یې غوښتي، چې تاوتریخوالی کم کړي او د لا زیاتو زیانونو مخه ونیسي.

نوموړي د بیان د ازادۍ پر درناوي ټینګار کړی، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو لپاره، او زیاته کړې یې ده، چې د تاوتریخوالي عاملین باید حساب‌ورکوونکي وګرځول شي.

دغه څرګندونې داسې مهال کېږي، چې په هرات کې د اعتراضونو راپورونه خپاره شوي، خو د دغو لاریونونو د کچې او احتمالي مرګ‌ژوبلې په اړه لا هم کره معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې په افغانستان کې د مدني ازادیو او د بیان د حق په اړه اندېښنې زیاتې شوې او نړیوال بنسټونه پرله‌پسې د خلکو د بنسټیزو حقونو د خوندیتوب غوښتنه کوي.