Search

طالبان: د پاکستان په هوايي بریدونو کې په کنړ، خوست او پکتیکا کې ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي

News image
20 غبرګولی 1405 - 08:15

د طالبانو ویاند ذبیح‌الله مجاهد ادعا کړې چې د پاکستان پوځ یو ځل بیا د افغانستان پر ځینو سیمو هوايي بریدونه کړي دي.

مجاهد پر اېکس لیکلي چې په دغو بریدونو کې د کنړ، خوست او پکتیکا ولایتونو کې د ملکي وګړو کورونه بمبار شوي دي.

د هغه په وینا، په دې بریدونو کې ۱۱ ماشومان، یوه ښځه او یو سپین‌ږیری سړی وژل شوي او ۱۴ نورې ښځې او ماشومان ټپیان شوي دي.

د طالبانو ویاند دغه بریدونه «بشري جنایت» او «تجاوز» بللي او په کلکه یې غندلي دي.

مجاهد دا هم ادعا کړې چې د پاکستان پوځ د افغانستان هوايي حریم نقض کړی او دغه بریدونه یې ترسره کړي دي.

پاکستان تر اوسه د هوايي بریدونو او یادو ادعاوو په اړه غبرګون نه دی ښودلی.