Search

په جوزجان کې د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت سوداګریز مارکېټ جوړېږي

News image
20 غبرګولی 1405 - 11:30

د جوزجان ولایت په مرکز شبرغان کې د ښاروالۍ پر ځمکه د شاوخوا ۲۳ میلیونه افغانیو په پانګونې د یو سوداګریز مارکېټ د جوړولو طرحه تایید شوې ده.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې په نوبتي غونډه کې د دغه سوداګریز مارکېټ طرحه له بحث او ارزونې وروسته تصویب شوې ده.

د یادې ادارې د خبرپاڼې له مخې، دغه سوداګریز مارکېټ به د خصوصي سکټور له لوري په درېیو پوړونو کې جوړ شي چې ۵۴ دوکانونه به ولري.

سرچینې زیاته کړې چې په همدې غونډه کې د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د دارالامان سړک ترڅنګ د ښاروالۍ پر ځمکه د یو استوګنیز او سوداګریز مارکېټ د جوړولو پر طرحه هم بحث شوی دی.

د طالبانو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت ویلي چې له بحث وروسته یاده طرحه اړوندو ادارو ته راجع شوې، څو یې تخنیکي او مالي ارزونه ترسره کړي او راپور یې په ټاکلي وخت د پانګونې بین‌الوزارتي کمېټې ته وړاندې کړي.

تر دې مخکې هم په یو شمېر ولایتونو کې د ورته سوداګریزو مارکېټونو د جوړولو چارې پیل شوې دي چې ډېری یې بشپړې شوې او ګټې‌اخیستنې ته سپارل شوې دي.