Search

یوناما په ختیځ افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله د ملکي مرګ ژوبله تایید کړه

News image
21 غبرګولی 1405 - 12:47

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت (یوناما) تایید کړې چې په ختیځ افغانستان کې د هوايي بریدونو له امله لږ تر لږه ۱۳ ملکي وګړي وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د یوناما په وینا، دغه مرګ‌ژوبله د جون د ۹مې او ۱۰مې نېټې ترمنځ شپه د خوست، کنړ او پکتیکا ولایتونو کې د ترسره شویو هوايي بریدونو پر مهال رامنځته شوې، چې ډېری قربانیان یې ښځې او ماشومان بلل شوي دي.

یوناما نه دي ویلي چې دغه بریدونه د کوم لوري له خوا ترسره شوي دي.

له دې وړاندې پاکستان ویلي وو،چې د افغانستان په ختیځ کې یې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) اړوند وسله‌والو پر وړاندې عملیات ترسره کړي دي.