Search

ریچارډ بېنټ په هرات کې د ښځو نیول او د معترضینو ځپل وغندل

News image
22 غبرګولی 1405 - 08:20

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنټ په هرات ولایت کې د ښځو نیول او د معترضینو پر وړاندې د «له حده زیات زور» کارول غندلي دي.

بېنټ د ملګرو ملتونو د کارپوهانو د وروستۍ اعلامیې په اشارې سره یو ځل بیا د هرات د وضعیت په اړه خپله اندېښنه څرګنده کړې ده.

هغه تر دې مخکې هم په هرات کې د هغو معترضینو پر وړاندې د طالبانو د سخت چلند په اړه خبرداری ورکړی و، چې د نیول شویو ښځو او نجونو د ملاتړ لپاره یې لاریون کړی و.

بېنټ ویلي وو: «اوس وخت رسېدلی چې تاوتریخوالی کم شي، د خلکو د بیان ازادۍ ته، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونو ته درناوی وشي او د نورو زیانونو مخه ونیول شي. د تاوتریخوالي عاملان باید حساب‌ورکوونکي وګرځول شي.»

تر دې مخکې د ملګرو ملتونو کارپوهانو هم په هرات کې د جبرییل په سیمه کې د ښځو د نیولو او د معترضینو پر وړاندې د ډزو پېښه غندلې وه.