Search

د امریکا کانګرس له ۸۰ زیاتو غړو د افغان کډوالو د لېږد د طرحې د بندېدو غوښتنه وکړه

News image
22 غبرګولی 1405 - 08:39

د امریکا د کانګرس له ۸۰ زیاتو ډیموکرات او جمهوري‌پالو غړو په یوه پرانیستي لیک کې د دغه هېواد له بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو څخه غوښتي چې له قطر څخه د کانګو دیموکراتیک جمهوریت ته د افغان کډوالو د لېږد طرحه سمدستي ودروي.

دغه لیک د څه باندې ۱۱۰۰ افغان وګړو د برخلیک په اړه دی، چې د افغانستان کې د امریکا د پوځي حضور پر مهال یې له امریکایي ځواکونو سره همکاري کړې او اوس هم په قطر کې د امریکا ته د لېږد په تمه دي.

د راپور له مخې، دغه کسان له څلورو کلونو زیات وخت راهیسې په نامعلوم وضعیت کې ژوند کوي.

د کلوراډو ایالت ډیموکرات استازي او د امریکا پخواني پوځي افسر جېسن کرو په یوه اعلامیه کې ټینګار کړی چې د دغو کډوالو په وړاندې د امریکا ژمنو پوره کول اخلاقي مسؤلیت او د دې هېواد د ملي امنیت له مسایلو سره تړاو لري.

هغه ویلي چې واشنګټن باید له هغو کسانو ملاتړ وکړي چې د امریکا د ماموریتونو د ملاتړ لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی دی.

امریکايي قانون‌ جوړونکو په خپل لیک کې لیکلي چې دغه افغانان د امریکا د شل کلن ماموریت پر مهال د ژباړونکو، قراردادیانو او امنیتي ځواکونو په توګه له امریکایي پوځیانو سره کار کړی دی.

هغوی له امریکا د بهرنیو چارو وزارت غوښتي چې د دې پر ځای چې دغه کسان دریمو هېوادونو ته ولېږي، د امریکا خاورې ته د هغوی د ننوتلو زمینه برابره کړي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې راپورونه ښيي د ډونالډ ټرمپ حکومت د قطر څخه کانګو ته د افغان کډوالو د لېږد په اړه خبرې کړې دي.

امریکايي قانون‌ جوړونکو د دې طرحې په اړه اندېښنه ښودلې او د هغې د بیاکتنې غوښتنه یې کړې ده.

په همدې حال کې مارکو روبیو تېره اوونۍ د کانګرس په استماعیه غونډه کې ویلي وو چې د امریکا حکومت له څو هېوادونو سره په خبرو بوخت دی څو په قطر کې مېشت افغان کډوال ومني.

خو د کانګرس غړو ټینګار کړی چې امریکا باید له خپلو افغان همکارانو سره کړې ژمنې پوره کړي او د هغوی د نورو هېوادونو ته د لېږد مخه ونیسي.