د بادغیس ولایت ځایي مسوولین وايي، چې د دغه ولایت د درهبوم ولسوالۍ په مربوطاتو کې د یوه ټراکټور د چپه کېدو له امله یو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د بادغیس د طالبانو د والي ویاند، صدیقالله صدیقي، ویلي چې دغه پېښه تېره شپه شاوخوا د ۱۱ بجو په شاوخوا کې د یادې ولسوالۍ د «خوشنو» په سیمه کې رامنځته شوې ده.
د هغه په وینا، ټراکټور د تګ پر مهال له سړک څخه اوښتی او وروسته چپه شوی، چې له امله یې د ټراکټور چلوونکی د پېښې په ځای کې مړ شوی دی.
په دې وروستیو کې په هېواد کې د ترافیکي پېښو شمېر زیات شوی او طالبان یې عمده لامل د موټر چلوونکو بېاحتیاطي بولي.