د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې سوېډن ۲۸ میلیونه سوېډني کرونه (چې نږدې ۲.۹۹ میلیونه امریکايي ډالرو ته رسېږي) د افغانستان بشري صندوق ته مرسته کړې ده.
د یاد بنسټ په وینا، دغه مالي مرسته په افغانستان کې د ناڅاپي پېښو او بشري بحرانونو پر وړاندې د بېړنیو بشري ځوابونو د پیاوړتیا لپاره ځانګړې شوې ده.
اوچا زیاته کړې چې دا ملاتړ به د بشري شریکانو سره مرسته وکړي، څو د پېښو او بحرانونو پر مهال په چټک او اغېزناک ډول په ټول هېواد کې اړمنو کسانو ته رسېدنه وکړي.
دغه بنسټ د سوېډن له مرستې مننه کړې او ټینګار یې کړی چې دا ډول مرستې په افغانستان کې د بشري زیانونو د کمولو او زیانمنو ټولنو د ملاتړ لپاره مهم رول لري.