هاکان فیدان، د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر، د امریکا او ایران ترمنځ د شخړو د پای ته رسولو لپاره د شوي تړون هرکلی کړی او هغه یې د سیمې د تلپاتې سولې او ثبات لپاره یو مهم ګام بللی دی.
فیدان د دوشنبې په ورځ، د غبرګولي ۲۵مه، په یوه اعلامیه کې هیله څرګنده کړې چې د دواړو لورو ترمنځ تکمیلي خبرې هم په رغنده ډول دوام ومومي.
هغه د امریکا او ایران ترڅنګ د پاکستان له رول څخه د منځګړي په توګه مننه کړې، همدارنګه یې له قطر او نورو هغو هېوادونو هم قدرداني کړې چې د خبرو اترو په بهیر کې یې ونډه اخیستې ده.
د ترکیې د بهرنیو چارو وزیر ټینګار کړی چې د دې تړون د کمزوري کولو د هر ډول هڅو مخنیوی او د سیمې د سولې او امنیت ساتنه، د ټولو اړوندو هېوادونو له لوري مسوولانه چلند ته اړتیا لري.
فیدان زیاته کړې چې ترکیه د دې هېواد د ولسمشر، رجب طیب اردوغان، په مشرۍ د خبرو اترو له پیله ملاتړ کړی او د سیمې د سولې، ارامۍ او ثبات لپاره به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.