Search

په بلخ کې یوې مور پنځه کوچنیان زېږولي

News image
25 غبرګولی 1405 - 10:27

د بلخ د طالبانو د عامې روغتیا ریاست وايي، چې د دې ولایت په حوزوي روغتون کې یوې مور پنځه کوچنیان زېږولي دي، چې درې یې نجونې او دوه هلکان دي.

د یاد ریاست په وینا، د مور او نوو زېږېدلو کوچنیانو روغتیايي وضعیت د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

د دغو کوچنیانو پلار عبدالله الوزی نومېږي، چې له خلکو او اړوندو بنسټونو یې غوښتنه کړې، څو د ماشومانو په پالنه او روزنه کې ورسره مرسته وکړي.