ملګري ملتونه وايي، نن ماښام د افغانستان پر وخت په ۶:۳۰ بجو به په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ (یوناما) د ماموریت د غځولو په اړه غونډه جوړه کړي.
د یوناما په وینا، په دې غونډه کې به د امنیت شورا ۱۵ غړي هېوادونه په افغانستان کې د دې ماموریت د غځولو یا نه غځولو په اړه خپلې رایې ورکړي.
د معلوماتو له مخې، په افغانستان کې د یوناما ماموریت د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د کب په ۲۶مه نېټه د درې میاشتو لپاره غځول شوی و او ټاکل شوې ده چې د روان کال د غبرګولي په ۲۷مه پای ته ورسېږي، چې اوس ورته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي.