د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړي استازي، محمد صادق ویلي چې په اسلاماباد کې یې له لوړپوړو برتانوي چارواکو سره په کتنه کې د سیمې پر امنیت، د ترهګرۍ پر ګواښونو او د افغانستان پر بشري وضعیت خبرې کړې دي.
نوموړي له حامش فالکنر، چې د منځني ختیځ، افغانستان او پاکستان لپاره د بریتانیا وزیر دی، او همداراز له بریتانوي عالي کمېشنرې جېن ماریوټ او د هغوی له پلاوي سره لیدلي دي.
محمد صادق ویلي چې دواړو لورو د امنیتي وضعیت وروستي پرمختګونه او د ګډو ګټو اړوند موضوعات ارزولي، او په ځانګړې توګه یې د ترهګرو ډلو له لوري پر موجودو ګواښونو تمرکز کړی دی.
د هغه په وینا، په دې خبرو کې د افغانستان بشري وضعیت او د بشري حقونو اړوند وروستي بدلونونه هم شامل وو.