Search

ایران له افغانستان سره د صنعت او کانونو په برخه کې د تجربو شریکولو ته چمتووالی ښودلی

News image
26 غبرګولی 1405 - 09:31

ایراني چارواکو ویلي چې هېواد یې چمتو دی د صنعت او کانونو په سکتور کې خپله تجربه او تخصص افغانستان ته ولېږدوي.

د ایرنا خبري اژانس د راپور له مخېدغه څرګندونې د یکشنبې په ورځ په کابل کې د ایران د شارژدافیر او ورسره د اقتصادي پلاوي او د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې د چارواکو ترمنځ د لیدنې پر مهال شوې دي.

په دې غونډه کې د صنعت او کانونو په برخو کې د دوه‌اړخیزو همکاریو پر پراخولو خبرې وشوې او دواړو لورو د ګډو اقتصادي ظرفیتونو او فرصتونو د اغېزمنې استفادې لارې چارې وڅېړلې.

د افغانستان د صنایعو او کانونو خونې استازو هم ایراني لوري ته بلنه ورکړه چې د افغانستان د صنعت او کانونو په پنځمه ملي او نړیواله اوونۍ نندارتون کې ګډون وکړي.

ایراني استازي د دواړو هېوادونو ترمنځ د دوستانه اړیکو پر دوام ټینګار وکړ او ویې ویل چې د ایران خصوصي سکتور چمتو دی له افغان پانګه‌والو او صنعتکارانو سره خپله تجربه، تخنیکي پوهه او نوې ټکنالوژي شریکه کړي.

هغه همداراز ویلي، چې ایراني شرکتونه او اقتصادي فعالان به په یاد نندارتون کې ګډون وکړي.