د هېواد نومیالی تاریخپوه، لیکوال او څېړونکی حبیب الله رفیع له څه مودې جلا وطنۍ وروسته بېرته کابل ته ستون شوی دی.
نوموړی، چې په وروستیو کلونو کې په کاناډا کې اوسېده، اوس هېواد ته
راستون شوی او تمه ده چې بیا به خپلو علمي او فرهنګي فعالیتونو ته دوام ورکړي.
پوهاند رفیع د افغانستان له مخکښو علمي څېرو څخه ګڼل کېږي، چې د تاریخ،
ادب او څېړنې په برخو کې یې پراخې هڅې او ګڼ شمېر لیکنې کړې دي.
د هغه راستنېدل د هېواد د علمي او فرهنګي ډګر لپاره یو مهم ګام بلل
کېږي.