Search

په کابل کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو سیمه‌ییزه غونډه پیل شوه

News image
26 غبرګولی 1405 - 11:20

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت تر چتر لاندې د افغانستان د ستراتیژیکو مطالعاتو په مرکز کې د افغانستان او منځنۍ اسیا د څېړنیزو مرکزونو ګډه او سیمه‌ ییزه غونډه پیل شوې ده.

دغه غونډه د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي له خوا پرانیستل شوې، چې په کې د سیمې د همکاریو پر پراختیا او ارزونې ټینګار شوی دی.

متقي ویلي، د دې غونډې موخه د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سیمه‌ییزو او متقابلو اړیکو پراختیا او د هغو ارزونه ده.

هغه همداراز د امریکا او ایران ترمنځ د شوې هوکړې هرکلی کړی او جګړه یې د سیمې د ټولو لورو په زیان بللې ده.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې غونډه کې د ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان او اذربایجان د ستراتیژیکو مرکزونو مشران، څېړونکي او پالیسي جوړونکي ګډون لري.

ټاکل شوې ده چې ګډونوال به د افغانستان او منځنۍ اسیا ترمنځ د سیمه‌ییز اتصال، ثبات، سوداګرۍ، انرژۍ، ټرانزیټ، پانګونې او اقتصادي همکاریو په اړه تر بحث وروسته عملي وړاندیزونه وړاندې کړي او د دواړو لورو ترمنځ اوسنۍ اړیکې هم وارزوي.