Search

یونیسف: په افغانستان کې ۶۰ زره ماشومانو ته تعلیمي خدمات رسېدلي او بیړنۍ روغتیايي مرستې پراخې شوې

News image
26 غبرګولی 1405 - 11:42

یونیسف ویلي چې په افغانستان کې یې شاوخوا ۶۰ زره ماشومانو ته تعلیمي خدمات رسولي او میلیونونو کسانو ته یې د ژوند ژغورنې مرستې او بیړنۍ روغتیايي خدمتونه برابر کړي دي.

یونیسف په یوه بیان کې ویلي چې شاوخوا ۱۶۷ زره کورني بې‌ځایه شوي او راستنېدونکي یې د سرحدي لارو په ګډون په تورخم، سپین بولدک، اسلام‌قلعه او میلک او اړوندو د منلو په سیمو کې تر پوښښ لاندې راوستي دي.

د یادې ادارې په وینا، په دې مرستو کې یوځای بیړني خدمات شامل وو، چې روغتیايي پاملرنه، تغذیه، د اوبو رسولو، روغتیا ساتنې او حفظ الصحې خدمات، رواني ملاتړ او واکسین شامل دي.

یونیسف زیاتوي چې شاوخوا ۶۰ زره ماشومان، چې ۶۰ سلنه یې نجونې دي، د ټولنې پر بنسټ د زده‌کړو پروګرامونو او لنډمهاله درسي مرکزونو له لارې ملاتړ شوي دي.

د بیړني روغتیايي سیستم د پیاوړتیا لپاره، یونیسف ویلي چې په سیمه‌ییزو او ولایتي روغتونونو کې پنځه د اکسیجن بیړني فابریکې نصب شوې دي، څو د میندو او ماشومانو مهم روغتیايي خدمات دوام ومومي.

همداراز، د ټولنې د ښکېلتیا بهیر پراخ شوی، چې له لارې یې ۱.۸ میلیونه کسانو ته د ژوند ژغورنې معلومات رسېدلي دي. د یونیسف په وینا، له ۲۴ زره او ۵۰۰ څخه زیات د خلکو نظریات ثبت شوي، چې له ډلې یې څه باندې ۹۲ سلنه قضیې حل شوې یا د تعقیب لپاره اړوندو بنسټونو ته راجع شوې دي.