د پنجشېر ولایت د طالبانو د مقام ویاند سیف الدین لټون وایي، د دغه ولایت له کانونو څخه راایستل شوي درې زره او ۲۰۸ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په ۱۳۹ زره او ۴۰۰ امریکايي ډالرو پلورل شوي دي.
د هغه په وینا، دغه زمرد نن (سهشنبه) د پنجشېر د کانونو او پټرولیم
ریاست له لوري پر ملي سوداګرو وپلورل شول.
لټون زیاته کړه چې تېره اوونۍ هم د دغه ولایت له کانونو څخه راایستل
شوي ۱۱ زره او ۸۴۲ قیراطه زمرد د داوطلبۍ له لارې په څلور میلیونه، ۷۷۰ زره او ۳۶۰
افغانیو پر ملي سوداګرو پلورل شوي وو.
پنجشېر د افغانستان له مهمو معدني سیمو څخه شمېرل کېږي، چې د لوړ
کیفیت زمردو له کبله په کور دننه او نړیوالو بازارونو کې ځانګړی شهرت لري. په
وروستیو کلونو کې د دغو کانونو استخراج او پلور د طالبانو حکومت لپاره د عوایدو یوه مهمه سرچینه بلل کېږي.