د طالبانو تر ادارې لاندې د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې کمېسیون وایي، څه باندې دوهنیم زره افغان کډوال پرون (دوشنبه) له ایران او پاکستان څخه هېواد ته راستانه شوي دي.
د کمېسیون د راپور له مخې، ټولټال ۲۵۲۳ کډوال، چې ۴۷۲ کورنۍ کېږي، د
بېلابېلو لارو افغانستان ته داخل شوي دي.
د طالبانو د مرستیال ویاند حمدالله فطرت په وینا، د ننګرهار د تورخم له
لارې ۳۷۵ کورنۍ، د کندهار د سپین بولدک له لارې ۳۷ کورنۍ، د نیمروز د
ورېښمو پُل له لارې ۴۴ کورنۍ او د هرات د اسلامکلا له لارې ۱۶ کورنۍ هېواد ته راستانه
شوې دي.
د راپور له مخې، له دې سربېره ۵۹۵ کورنۍ خپلو اصلي ولایتونو ته لېږدول شوې او له ۶۲۳ نورو کورنیو
سره نغدي مرستې شوې دي.
کمېسیون زیاتوي چې سلګونه کورنیو ته سیمکارتونه وېشل شوي او یو شمېر
نورو ته روغتیايي، خوراکي او د عامه پوهاوي خدمات هم وړاندې شوي دي. همداراز، پرون
۱۰۰۱
کورنیو ته استوګنیزې نمرې هم وېشل شوې دي.
په وروستیو کلونو کې له ایران او پاکستان څخه د افغان کډوالو ایستل
زیات شوي، او د دغو هېوادونو چارواکو ټینګار کړی چې بې اسناده افغانان به بېرته
افغانستان ته ستنوي، چې له امله یې د راستنېدونکو کډوالو شمېر په پرلهپسې ډول
لوړېږي.