د افغانستان د کرکټ الف لوبډله نن (چهارشنبه) د سریلانکا په کوربتوب د درېاړخیزو سیالیو په لړ کې د هند د الف لوبډلې پر وړاندې میدان ته وځي.
ټاکل شوې دا لوبه د کابل پر وخت سهار ۹:۰۰ بجې پیل شي.
په ورته وخت کې، د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله هم د یو ورځنیو سیالیو
په لړۍ کې خپله دویمه لوبه له هند سره ترسره کوي.
دغه سیالي په هند کې ترسره کېږي او د کابل پر وخت د غرمې وروسته ۱۲:۳۰ بجې پیلېږي.
د افغانستان د کرکټ مینهوال هیله لري چې دواړه لوبډلې به د ښې لوبې په
وړاندې کولو سره د خپلو سیالانو پر وړاندې مطلوبې پایلې ترلاسه کړي.