Search

په افغانستان کې ښي لاس موټرو ته پر نمبر پلېټ ورکولو بندیز ولګېد

News image
27 غبرګولی 1405 - 11:10

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع رسنیو ته تایید کړې چې له دې وروسته به په افغانستان کې ښي‌لاس (سټیرینګ ښي لور ته) موټرو ته هېڅ ډول نمبر پلېټ ورنه کړل شي.

قانع ویلي، د دغو موټرو د سټیرینګ د بدلولو په اړه هم د اړوندو ادارو ترمنځ خبرې روانې دي، خو تر اوسه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې.

نوموړي زیاته کړې چې هغه ټول ښي‌لاس موټرونه به هم له کابل څخه وایستل شي چې مخکې ورته د تګ راتګ اجازه ورکړل شوې وه.

دا پرېکړه په داسې حال کې کېږي چې په افغانستان کې د ښي‌لاس موټرو شتون د ترافیکي خوندیتوب له نظره له کلونو راهیسې د اندېښنې وړ بلل کېږي. ډېری دا موټرونه له ګاونډیو هېوادونو څخه وارد شوي او د سړکونو د جوړښت او ټرافیکي اصولو سره د نه سمون له امله یې د پېښو د زیاتېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.