د انادولو اژانس د راپور له مخې، د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې که څه هم نوموړی په شخصي ډول له دې بهیر سره مخالف دی، خو هېواد یې نه شي کولای په بروکسل کې د اروپایي ټولنې تر کوربتوب لاندې د طالبانو له استازو سره د پلان شویو خبرو مخه ونیسي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر ماکسیم پروو ویلي چې دی د طالبانو د استازو له کوربتوبه ملاتړ نه کوي، خو ټینګار یې کړی چې بلجیم د اروپایي ټولنې د بنسټونو د کوربه هېواد په توګه اړ دی چې دا ډول ناستو ته اجازه ورکړي.
د راپورونو له مخې، پروو دغه څرګندونې د چهارشنبې په ورځ د پارلمان د بهرنیو اړیکو د کمېټې په غونډه کې کړي دي، هغه مهال چې د افغان پلاوي لپاره د ویزو د ترتیباتو په اړه تر پوښتنو لاندې ونیول شو.
نوموړي وکیلانو ته وویل چې د طالبانو د استازو بلنه نه تاییدوي او یو ځل بیا یې ټینګار وکړ چې د طالبانو رسمي پېژندنه د بحث وړ نه ده. خو هغه زیاته کړه چې بلجیم محدود واک لري چې وټاکي کوم بهرني پلاوي د هغو اروپایي بنسټونو له لوري چې په بروکسل کې فعالیت کوي، بلل کېږي.
پروو تایید کړه چې د افغان پلاوي د ویزو غوښتنلیکونه ترلاسه او ارزول شوي، او اړوندو ادارو یې امنیتي ارزونې هم بشپړې کړې دي.
ټاکل شوې چې دغه پلاوی د اروپایي کمېسیون په غوښتنه بروکسل ته سفر وکړي، څو هغه خبرې وکړي چې تمرکز یې افغانستان ته د افغان کډوالو پر بېرته ستنېدو دی.