Search

بې پولې خبریالان: افغانستان د خبریالانو د تبعید اصلي مرکز ګرځېدلی

News image
29 غبرګولی 1405 - 12:33

د بې پولې خبریالانو سازمان د کډوالو نړیوالې ورځې ته په نږدې کېدو سره په خپل تازه راپور کې ویلي چې افغانستان د نړۍ په کچه د خبریالانو د تبعید «اصلي مرکز» ګرځېدلی دی.

د دغه سازمان په وینا، له هغه وخت راهیسې چې طالبان بیا واک ته رسېدلي، لږ تر لږه ۶۷۷ افغان خبریالان د امنیتي ګواښونو او فشارونو له امله، د همدې بنسټ په ملاتړ اړ شوي چې هېواد پرېږدي.

راپور زیاتوي چې دا شمېر په نړیواله کچه د هغو تبعید شوو خبریالانو نږدې نیمايي جوړوي چې دغه سازمان یې ملاتړ کوي.

په راپور کې راغلي چې د محدودیتونو زیاتوالی، امنیتي ګواښونه، خپل‌سري نیونې او د رسنیو د فضا ځپنه د دې لامل شوې چې په افغانستان کې د خبریالانو کاري وضعیت خورا خراب شي او سلګونه تنه له هېواده ووځي.

دغه سازمان ویلي چې د کډوالۍ دا څپه په ۲۰۲۲ کال کې خپل اوج ته ورسېده، هغه مهال چې ۱۸۳ افغان خبریالان له هېواده ووتل. دا بهیر په راتلونکو کلونو کې هم دوام موندلی او یوازې په ۲۰۲۵ کال کې ۸۲ نور خبریالان له افغانستانه وتلي دي.

د راپور له مخې، ډېری دغه خبریالان اوس مهال په پاکستان کې ژوند کوي، خو هلته هم له ناامن او ناپایدار وضعیت سره مخ دي.

راپورګران پرته له پولې ټینګار کوي چې تبعید د خبریالانو د ستونزو پای نه دی، ځکه هغوی په کوربه هېوادونو کې د ایستلو له ګواښ، د قانوني استوګنې د نشتوالي، د کار د اجازې له نه شتون، د روغتیايي خدمتونو محدود لاسرسي او حتی د نیول کېدو له خطر سره مخ دي.

د راپور په یوې برخې کې راغلي چې په پاکستان کې د افغان کډوالو د پراخ ایستلو تګلارې له امله، یو شمېر خبریالان اړ شوي چې د طالبانو تر کنټرول لاندې افغانستان ته بېرته ستانه شي، چې هلته بیا هم د نیولو او فشار له خطر سره مخ دي.

راپور همدارنګه ښيي چې په نړیواله کچه د خبریالانو پر وړاندې د ګواښونو او جبري کډوالۍ بهیر مخ په زیاتېدو دی. د دې بنسټ په وینا، په تېرو پنځو کلونو کې د هغو هېوادونو شمېر چې خبریالان ترې تښتي، له ۱۹ څخه ۴۰ ته لوړ شوی دی.

د وړاندې شوو شمېرو له مخې، په ټولیز ډول د ۲۰۲۱ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ له لږ تر لږه ۶۵ هېوادونو څه باندې ۱۴۰۰ خبریالان اړ شوي چې خپل هېوادونه پرېږدي. له افغانستان وروسته، روسیه او میانمار هم په دې برخه کې د پام وړ ونډه لري.