Search

د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور ترمنځ ۲۵ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شول

News image
31 غبرګولی 1405 - 07:30

د افغان او قزاق سوداګریز فورم د جوړېدو په پایله کې د افغانستان او قزاقستان د خصوصي سکتور د غړو ترمنځ ۲۵ د همکارۍ تفاهم‌لیکونه لاسلیک شوي دي.

د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت وايي، چې دغه تفاهم لیکونه د تېرې شنبې په ورځ لاسلیک شوي دي.

د سرچینې په وینا دغه فورم چې پکې د افغانستان او قزاقستان د محصولاتو او تولیداتو نندارتون او همدارنګه د دواړو هېوادونو د خصوصي سکتور ترمنځ سوداګریزې ناستې شاملې وې، د دوه اړخیزو اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا په موخه جوړ شوی و.

د معلوماتو له مخې، دا تفاهم‌لیکونه د وارداتو او صادراتو په بېلابېلو برخو کې دي، چې پکې درمل، سابه، وچې او تازه مېوې، بانکي همکارۍ، اوړه، غنم، غوړي او کچالو شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د دغو هوکړو لاسلیک به د دواړو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې لا پیاوړې کړي او د خصوصي سکتور د پراختیا لپاره به نوي فرصتونه برابر کړي.