د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت وايي، د بامیان ولایت د یکاولنګ ولسوالۍ د اوسپنې کان د استخراج تړون له نظري رحیمي او وزیري شرکتونو سره لاسلیک شوی دی.
د یاد وزارت په وینا، دا تړون د ۴۳۸ میلیونه، ۹۶۱ زره او ۶۲۶ افغانیو
پانګونې او ۲۰ سلنه رویالټۍ په بدل کې د ۳۰ کلونو لپاره لاسلیک شوی، چې له مخې به یې یاد
شرکتونه ټول شرایط او ټاکل شوي اصول مراعتوي.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزیر، هدایتالله بدري، د تړون د لاسلیک
پر مهال ویلي چې شرکتونه به د خپلو ژمنو له مخې د کان ټول پروسس په هېواد دننه
ترسره کړي، ټولنیز خدمات به وړاندې کړي او لسګونو کسانو ته به په مستقیم او غیر
مستقیم ډول د کار زمینه برابره کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، دغه کان شاوخوا ۸۵ کیلومتره مربع مساحت لري.