د بشري حقونو لپاره د هینګاو سازمان د راپور له مخې، یو افغان وګړی په ایران کې د نشه يي توکو اړوند تورونو له امله تر اعدام وروسته وژل شوی دی.
هینګاو ویلي چې ایراني چارواکو د یکشنبې په سهار وختي، د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۳۱مه، د سیستان او بلوچستان ولایت په زابل مرکزي زندان کې د همایون نورزهي په نوم یو افغان تبعه اعدام کړی دی.
د راپور له مخې، نورزهي چې شاوخوا ۷۰ کاله عمر یې درلود، نږدې دوه کاله وړاندې نیول شوی و او وروسته د نشهيي توکو اړوند تورونو په تړاو د مرګ په سزا محکوم شوی و. نوموړی له نیول کېدو راهیسې د زابل په مرکزي زندان کې بندي و.
باخبره سرچینو هینګاو ته ویلي چې دغه اعدام پرته له دې چې مخکې یې عامه اعلان وشي، ترسره شوی دی. تر اوسه د ایران دولتي رسنیو او د قضايي ادارو رسمي سرچینو د دې اعدام په اړه څه نه دي ویلي.