Search

په قطر کې د ګازو په تاسیساتو کې چاودنه؛ ۵۴ ټپیان او ۱۸ لادرکه دي

News image
1 چنګاښ 1405 - 08:14

د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د قطر د طبیعي ګازود صادرولو په یو مهمه تاسیساتي مرکز کې د چاودنې له امله لږ تر لږه ۵۴ کسان ټپیان شوي او ۱۸ نور لادرکه دي.

راپور وايي، دغه چاودنه د یکشنبې په شپه ناوخته، د ۱۴۰۵ کال د سرطان په ۳۱مه، د راس لفان په صنعتي سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه، کله چې کارکوونکو هڅه کوله د ایران د بریدونو له امله د اوښتو زیانونو ترمیم وروسته بېرته فعالیتونه پیل کړي. دغه چاودنې د «برزَن» د ګازو د تأمین په تاسیساتو کې، چې د قطر انرژي شرکت له خوا اداره کېږي، لوی اور بل کړی.

لومړني راپورونه د تلفاتو شمېر کم ښوده، خو څو ساعته وروسته د قطر د کورنیو چارو وزارت د ټپیانو شمېر د پام وړ لوړ وباله او ویې ویل چې لسګونه کسان ټپیان شوي او یو شمېر نور لا هم نادرکه دي.

دا پېښه داسې مهال رامنځته کېږي چې قطر هڅه کوي د هرمز تنګي د کړکېچونو له امله له ځنډېدلو وروسته د ګازو صادرات بېرته عادي حالت ته راولي. دغه هېواد تر دې وړاندې د ایران د بریدونو له امله، چې د لېږد بهیر یې محدود کړی و، تولید درولی و.

د «برزَن» تاسیسات، چې هره ورځ نږدې ۱.۴ میلیارده معیاري مکعب فوټه ګاز تولیدوي، د برېښنا د کورني تولید او د اوبو د مالګې ایستلو لپاره مهم رول لري.

په دې فابریکه کې د قطر اکثریت ونډه ده، په داسې حال کې چې د ExxonMobil شرکت یوه کوچنۍ برخه لري. یاد شرکت تر اوسه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د زیانونو بشپړ کچه لا هم روښانه نه ده. تر دې وړاندې، د روان ۱۴۰۴ کال د کب په میاشت کې، د ایران د توغندیز برید له امله د راس لفان په سیمه کې پراخ زیانونه اوښتي وو او فعالیتونه درول شوي وو.

قطر، چې د نړۍ له مخکښو د طبیعي ګازو تولیدوونکو هېوادونو څخه دی، د فارس خلیج په سمندر کې له ایران سره یو لوی سمندري د ګازو ډګر شریکوي، چې له همدې امله د سیمې د انرژۍ بنسټونه د جیوپولیتیکي کړکېچونو پر وړاندې ډېر حساس دي.