د ملګرو ملتونو د ماشومانو د ملاتړ صندوق ویلي، په افغانستان کې د اقلیمي بدلونونو زیاتېدونکو اغېزو د ماشومانو د ژوند شرایط لا سخت کړي او د هغوی ترمنځ یې د خوارځواکۍ خطر زیات کړی دی.
یونیسف د سختو اقلیمي پېښو د اغېزو په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د وچکالۍ دوام، د درنو ورښتونو له امله رامنځته کېدونکي پېښې او د تودوخې لوړېدل د ډېرو کورنیو وړتیا کمه کړې چې د خپلو خوړو اړتیاوې پوره کړي.
د دې بنسټ د مسوولانو په وینا، د خوراکي توکو په تولید او لاسرسي کې ګډوډي، له څښاک اوبو د سرچینو محدودیت سره یوځای، پر زیانمنو ټولنو اضافي فشار راوړي، چې تر ټولو ډېر یې د ماشومانو پر روغتیا اغېز کوي.
یونیسف همدارنګه ټینګار کړی چې روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی او د واکسیناسیون کمزوری پوښښ د ناروغیو او د خوارځواکۍ اړوند ستونزو خطر زیاتوي.
د دې بنسټ په وینا، د دغو ننګونو پر وړاندې مبارزه د اقلیمي، روغتیايي او بشري برخو ګډ او هممهاله پاملرنې ته اړتیا لري.