د طالبانو د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال عبدالغني برادر اخوند د دوشنبې په ورځ په کابل کې د افغانستان لپاره د قطر له سفیر ډاکټر میردف بن علي القاشوطي سره لیدلي دي.
د قطر ټریبیون د راپور له مخې، په دې لیدنه کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر دوهاړخیزو اړیکو خبرې شوې او د همکاریو د پراختیا او متقابل تعامل پر پیاوړتیا ټینګار شوی دی.
د راپور له مخې، د دې لیدنې د پایلو په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
قطر له هغو مهمو سیمهییزو هېوادونو څخه دی چې د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته یې له هغوی سره خپل ډیپلوماتیک تعامل ساتلی، سیاسي خبرې یې کوربتوب کړې او د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ یې د اړیکو په اسانتیا کې رول لوبولی دی.