په افغانستان کې د قطر سفارت ویلي چې د طالبانو او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو په اړه یې د یوه ګردي مېز ناسته جوړه کړې ده.
د یاد سفارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ناسته کې په کابل کې د قطر سفیر مردف القاشوطي، د یوناما سرپرستې جورجیت ګانیون، د دې سازمان د سیاسي برخې مسوول سکات سمیت، د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي چارو دویم رییس ذاکر جلالي او د همدې وزارت د ستراتیژیکو مطالعاتو د مرکز رییس عبدالحی قانت ګډون کړی و.
په ناسته کې د افغانستان او نړیوالې ټولنې ترمنځ د اړیکو پر راتلونکې او د دغو اړیکو د پیاوړتیا پر لارو چارو هم خبرې شوې دي.
قطر په وروستیو کلونو کې د طالبانو او نړیوالو لورو ترمنځ د خبرو اترو په اسانتیا کې مهم ډیپلوماتیک رول لوبولی، په داسې حال کې چې یوناما هم په افغانستان کې د سیاسي، بشري او بشري حقونو اړوند مسایلو په برخه کې له طالبانو سره تعامل ته دوام ورکړی دی.