بلجیم د طالبانو یوه پلاوي ته ویزې ورکړې دي څو په بروکسل کې د اروپایي ټولنې په کوربتوب د کډوالۍ په اړه په غونډه کې ګډون وکړي، چې دا د طالبانو له بیا واکمنېدو وروسته د اروپایي ټولنې یوې غونډې ته د هغوی لومړنی سفر بلل کېږي.
د یورونیوز د راپور له مخې، اروپایي ټولنه چمتووالی نیسي چې د طالبانو له استازو سره د کډوالۍ په اړه خبرې وکړي، چې پکې هغه افغانان هم شامل دي چې په اروپایي هېوادونو کې د پاتې کېدو قانوني حق نه لري.
د راپور له مخې، بلجیمي چارواکو د امنیتي ارزونو تر ترسره کېدو وروسته د پلاوي پنځو غړو ته ویزې ورکړې دي، ځکه چې داسې شواهد نه وو موندل شوي چې هغوی دې امنیتي ګواښ پېښ کړي. دا ویزې یوازې د یوې ورځې لپاره اعتبار لري او یوازې بلجیم ته د ننوتلو اجازه ورکوي، نه د شینګن سیمې نورو هېوادونو ته.
بلجیمي چارواکو د امنیتي اندېښنو له امله د سفر کره نېټه نه ده په ډاګه کړې، خو د اروپایي ټولنې سرچینو ویلي چې دا ناسته به ډېر ژر ترسره شي.
اروپایي کمېسیون ویلي چې دا ناسته به په تخنیکي کچه ترسره شي او دا د طالبانو رسمي پېژندنه نه بلل کېږي. چارواکو ټینګار کړی چې دا خبرې د عملي کډوالۍ مسایلو د حل لپاره دي، نه د ډیپلوماتیکو اړیکو د جوړولو لپاره.
د بشري حقونو سازمانونو، لکه هیومن رایټس واچ او اېمنسټي انټرنېشنل، پر دې خبرو نیوکه کړې او خبرداری یې ورکړی چې له طالبانو سره تعامل کېدای شي د بشري حقونو په اړه د اروپایي ټولنې ژمنتیا کمزورې کړي او ټینګار یې کړی چې حسابورکونه باید لومړیتوب پاتې شي.
د بلجیم د بهرنیو چارو وزیر مکسیم پرېووټ ویلي چې دی د طالبانو د استازو د بلنې مخالف و، خو زیاته کړې یې ده چې بلجیم د اروپایي بنسټونو د کوربه هېواد په توګه نه شوای کولای دا ویزې رد کړي او دا کار د اروپایي ټولنې د رسمي غوښتنې پر بنسټ ترسره شوی دی.
دا خبرې داسې مهال کېږي چې اروپایي هېوادونه د کډوالۍ د تګلارو د سختولو له زیات فشار سره مخ دي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم له بشري ناورین سره مخ دی. د ملګرو ملتونو په وینا، میلیونونه افغانان د خوړو له کمښت او اقتصادي ستونزو سره مخ دي، او همداراز له ایران او پاکستان څخه د بېرته راستنېدونکو کسانو شمېر هم زیات شوی دی.