د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې عمومي رئیس سید کریم هاشمي د یوه پلاوي په مشرۍ د هند د ساختماني توکو په «بهارت بیلډکان» نړیوال نندارتون کې ګډون کړی دی.
سید کریم هاشمي د یاد نندارتون پر مهال ویلي، افغانستان د خپلو پراخو
خامو او کرهڼیزو سرچینو له امله د نړیوالو، په ځانګړي ډول د هندي شرکتونو لپاره
مناسب بازار دی، او هغوی ته یې په هېواد کې د پانګونې بلنه ورکړې ده.
یاد نندارتون د ۱۴۰۵ کال د جوزا میاشتې له ۲۸مې تر ۳۱مې نېټې پورې د هند په پلازمېنه نوي ډهلي کې جوړ
شوی و، چې د افغانستان په ګډون د ۸۰ هېوادونو استازو پکې ګډون کړی و. د نندارتون په ۳۵۰ غرفو کې کرهڼیز
او صنعتي محصولات نندارې ته وړاندې شوي وو.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کلونو کې افغانستان هڅه کوي له
سیمهییزو او نړیوالو بازارونو سره خپلې سوداګریزې اړیکې پراخې کړي او د پانګونې د
جلب له لارې د کورني تولید او صادراتو کچه لوړه کړي.