د افغانستان د بشري حقونو په چارو کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکي ریچارډ بېنېټ له اروپایي ټولنې او غړو هېوادونو غوښتي چې افغانان دې افغانستان ته نه شړي.
نوموړيخبرداری ورکړی چې د شکنجې خطر لا هم «حقیقي» دی او د نهستنېدنې اصل باید په مطلق ډول مراعت شي.
بېنېټ په ټولنیزو رسنیو کې په یوه بیان کې ویلي، د نهستنېدنې اصل هېڅ استثنا نه لري او ډیپلوماتیک تضمینونه نه شي کولای هغه خطر له منځه یوسي چې افغانستان ته ستنېدونکي کسان ورسره مخ کېږي.
هغه ټینګار کړی چې د هرې قضیې په اړه باید له هر ډول پرېکړې مخکې جلا ارزونه ترسره شي.
هغه همداراز د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې لارښوونو ته اشاره کړې، چې له مخې یې د ترلاسه کوونکو هېوادونو ډیپلوماتیک تضمینونه باید هغه مهال ونه کارول شي څو د شکنجې ضد کنوانسیون د درېیمې مادې له مخې د ساتنې اصول له پامه وغورځول شي، کله چې د خطر جدي احتمال موجود وي.
بېنېټ له اروپایي ټولنې او اروپایي کمېسیون غوښتي چې افغانستان ته د خلکو له استولو ډډه وکړي، ځکه چې د ناوړه چلند او شکنجې د خطر په اړه اندېښنې لا هم پر ځای دي.
دا خبرداری داسې مهال ورکول کېږي چې یو شمېر اروپایي هېوادونه د کډوالۍ د سختو تګلارو او د پناه غوښتونکو د بېرته ستنولو پر موضوع بحث کوي، په داسې حال کې چې افغانستان لا هم د طالبانو تر واک لاندې دی او د بشري حقونو وضعیت یې تر نړیوال څار لاندې دی.