Search

د څه باندې ۱.۲ میلیارد افغانیو په ارزښت د سوېلي سالنګ د بیارغونې تړون لاسلیک شو

News image
2 چنګاښ 1405 - 12:48

د طالبانو د ټولګټو چارو وزارت وايي، د سوېلي سالنګ د بیارغونې او جوړولو تړون یې له یوه خصوصي شرکت سره د یو میلیارد او ۲۵۲ میلیونه او ۷۸۳ زره او ۱۲۶ افغانیو په ارزښت لاسلیک کړی او ټاکل شوې چې په نږدې راتلونکي کې یې عملي کارونه پیل شي.

د یاد وزارت په وینا، دغه شرکت به د اولنګ سیمې څخه د پروان ولایت د جبل‌السراج ولسوالۍ پر لور د ۱۵ کیلومتره په اوږدوالي او ۱۲ متره په پلنوالي سړک جوړ کړي. په دې پروژه کې د پنځو نوو پلچکونو جوړول، د ۳۳ پلچکونو پراخول او د ۶۰۰ مترو په اوږدوالي د ویالې جوړول هم شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د تړون د لاسلیک پر مهال د طالبانو د ټولګټو چارو وزیر ملا محمد عیسی ثاني له اړوند شرکت څخه غوښتي چې پروژه په ټاکلي وخت او معیاري ډول بشپړه کړي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د سوېلي سالنګ د بیارغونې چارې له تونل څخه تر اولنګ سیمې پورې هم روانې دي، چې کانکریټي کارونه یې بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.

د سالنګ لویه لاره د هېواد له مهمو ترانزیټي مسیرونو څخه ده او د هغې بیارغونه د سوداګرۍ او تګ‌راتګ په اسانتیا کې مهم رول لوبولی شي.